د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې ډیرې خړې پړې شوی دې
سلام خان سلام خان

 دامریکا ددفاع نوی وزیر لیون پانیټا چی وافغانستان ته دا  دنوموړی لومړنی سفر دې ،چې پرون ناوخته پلازمینې کابل ته رسیدلی دې ،نوموړی ویلی دی چی : زه باوري یم ،چې دبن لادن ځایناستې او دنړیوال ترهګر تنظیم مشر ایمن الظواهري اوسمهال په پاکستان کې پټ دی ،نوموړی همدا راز ویلی دې چی : الظواهري دپښتونخوا په قبایلو سیمو کې پټ دی او له اسلام اباد هیله کوم ،چې له متحده ایالاتو سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي او دله منځه وړلو لپاره يې ګډ کار وکړو ،پاتینا همدا راز وايي : دالقاعدې ستراتیژیکه ماته شونې ده ځکه متحده ایالاتو تر اوسه دالقاعدې ډیری مشران وژلې دي او نږدې 20 يې نیولي دي ،دامریکا ددفاع دوزیر دځرګندونو وروسته د پاکستان پوځ ډیرژر په اسلام اباد کې  په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي:«موږ د امریکا له استخباراتو توقع لرو چې د الظواهري په اړه خپل کره مالومات، چې پراساس یې اقدام کېدای شي، زموږ سره شریک کړي،په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د ایمن الظواهري او نورو مهمو هدفونو په باب مالومات به د پاکستان پوځ ته دا امکان برابر کړي چې هدفمن عملیات وکړي ،د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې داهم ویلي چې دوی د القاعده او په دې شبکې پوري د تړلو ډلو پرضد، چې د هیواد امنیت او خلکو ته خطر پېښوي، سخت عملیات پیل کړي دي ،او ډیر تروریستان او دهقوی مشران یی نیولی دی

افغانستان ته د پنیتا سفر پر داسي مهال تر سره سو چې تیره ورځ په شمالي پنجشنیر ولایت کې یوه افغان ساتونکې د ناټو دوه امریکایې عسکر په ډزو ووژل د  ولسمشر کرزي له ماڼۍ څخه یو خپور سوی بیان کی ویل شوی دی چې د امریکې دفاع وزیر له ولسمشر کرزي سره په ارګ کې د بندو دروازو تر شا خبري کړي دي همدا راز  ،په وینا پاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغان ځواکونو په تجهیز، د امنیت د لیږد  په برنامې او همدا راز د کابل او واشنګټن ترمنځ په ستراتیژیکو اړیکو مفصلي خبري کړي دي ،د افغانستان او امریکې تر منځ له څو میاشتو راهیسې د ستراتیژیک قرارداد پر سر خبري رواني دي خو تر اوسه دغه تړون ندی نهایی سوی ،افغان دولت  وایې چې د امریکا دفاع وزیر به دکابل د حالات څخه تر جاج اخیستنی وروسته په قوي احتمال  کندهار ته سفر وکړي چېرته چې تیره ورځ ترینه کاناډايي ځواکونه په بشپړه توګه ووتل ،کابل ته د امریکې د دفاع وزیر سفر پر داسي مهال صورت مومي چې له افغانستان څخه د امریکایې سرتیرو د وتلو برنامه پیل سوي ده،امریکایی مشران غواړي افغانستان ته په خپلو دغو سفرونو سره د کابل له حکومت سره خپله نږدې همکاري او له هغه  څخه ملاتړ څرګند کړي .

د نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي د پاکستان وروستيو اقداماتو د ولسمشر اوباما غوصه راپارولې، چي ښايي له امله يې پر پاکستان باندي ٨٠٠ ميليونه ډالره مرسته يا بنده او يا وځنډوي.

راپور وايي له هغي ورځي راهيسي چي پاکستان د امريکا پوځي روزونکي ايستلي او شمسي هوايي ډګر د نه کارولو اخطار يې امريکا ته ورکړى د پاکستان او امريکا اړيکي ډيري خرابي سوي دي.

راپور زياتوي چي دغه ٨٠٠ ميليونه ډالره د هغو دوو ميليارډو ډالرو دريمه برخه ده چي بايد پاکستاني پوځيانو ته تجهيزات په برابر سوي واى

دامریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي ځکه امریکا غواړي ،چې پاکستان له ترهګرۍ سره خپله جګړه نوره هم تیزه کړي ، خو پاکستان دا غوښتنه نه ده منلې د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکې هغه لا پسې ترینګلې شوې ،چې امریکا په یوه ناڅاپي برید کې دالقاعدې مشر بن لادن په ایبټ اباد کې ترور کړ پردې سربیره داسلام اباد او واشنګټن ترمنځ پر قبایلو سیمو دبې پیلوټه الوتکو دبمبارۍ پر سر هم جنجالونه راپورته شوې دي .

ورځپاڼه د دریو امریکايي چارواکو له خولې کاږي : متحده ایالات به د800 ملیونو ډالرو مرسته نوره بنده کړي ،چې پخوا يې ژمنه شوې وه ، امریکا پخوا 300 میلونه ډالر ددې لپاره ځانګړې کړې و ،چې پاکستان ډیورنډ کرښې ته څیرمه خپل 100 زره سرتیري خپاره کړې دي او په څرګنده يې موخه دطالبانو ځپنه ده نیویارک ټایمز کاږي : متحده ایالات دپاکستان دپوځ دروزنې او نظامي وسایل دپیرلو لپاره هم دپاموړ مرسته کوله . امریکايي چارواکي وايي : دا مرستې به هغه بیا پیل شي ، چې کله پاکستان له سختدریځو سره په خپل چلند کې ژور بدلون رامنځته کړي .

همدا راز پاکستان هغه پروګرام هم لغوه کړ ، چې له مخې به يي نږدې 100 امریکايي روزونکي نیمه نظامي ملیشې روزلې پردې سربیره اسلام اباد دا ګواښ هم کړې دی ،چې دوی به دامریکایانو پر مخ هغه اډې هم بندې کړي ،چې امریکا یې په پاکستان کې دبې پیلوټه الوتکو لپاره کاروي .

نیویارک ټایمز په کانګرس کې دځینو غړو له خولې کاږي : دا ځل ددفاع وزارت چارواکو راته ویلي دي ، چې موږ به دا ځل دپاکستان پر ضد پریکنده دریځ راخپلوو . دیادونې ده دامریکالوی درستیز مایک مولن ISI دخبریال شهزاد سلیم پر ترور تورنه کړې ده

د ولسمشر بارک اوباما د دفتر رييس نن د نیویارک ټایمز راپور تایید کړ ، ویې ویل چې متحدو ایالتونو د پاکستان پوځ ته یوشمېر پوځي مرستې بندې کړي دي ،د ولسمشراوباما د دفتر ريیس ولیم ډېلي اې بي سي تلویزیون ته وویل، دوی ځیني اقدامات کړي چې موږ ته یې دا دلیل په لاس راکړ چې د پاکستان پوځ ته خینې مرستې قطع کړو ،د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن تېره میاشت خبرداری ورکړی و چې که پاکستان له امریکا سره د مرستې لپاره ځیني ګامونه وانخلي، متحد ایالتونه ممکن د پاکستان له پوځ سره خپلې مرستې کمې کړي امریکا متحده ایالتو نو تیر کال پاکستان ته نزدی دری ملیارد ډالره مرسته ور کړی وه .پای


July 11th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی